Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: د اوکراین جګړې دواړه خواوې باید د خپلو خاورو له یوې برخې تېر شي

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر له ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې مخکې ویلي چې کېیف او مسکو دواړه باید د جګړې پای ته رسېدو لپاره د خپلو خاورو له یوې برخې تېر شي.

رویټر خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (دوشنبه) په سپینه ماڼۍ کې یوه خبري ناسته کې ویلي چې روانه اونۍ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرو کې دا ژر څرګنده شي چې ایا دی غواړي د اوکراین جګړه پای ومومي او کنه.

هغه له پوتین سره د خپلو خبرو په اړه ویلي: «دا واقعاً یوه احساسي جلسه ده.»

هغه ویلي چې «ښايي په لومړیو دوو دقیقو کې» متوجه شي چې ایا پرمختګ امکان لري یا نه.

هغه زیاته کړې: «زه به هغه ته ووایم چې تاسو باید دغه جګړه پای ته ورسوئ.»

د امریکا ولسمشر څرګنده کړې چې د متحده ایالتونو موخه د دې درې‌نیم کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سملاسي اوربند ټینګښت دی. دغه راز هغه ټینګار کړی چې کېیف او مسکو دواړه باید د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپلو خاورو له یوې برخې تېر شي.

په همدې حال کې، په راپور کې راغلي چې اروپايي مشران او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي غواړي د راتلونکې جمعې په ورځ په الاسکا کې د ټرمپ او پوتین له لیدنې مخکې، د هغو اندېښنو په اړه له ټرمپ سره خبرې وکړي چې ښايي واشنګټن پر اوکراین د نامطلوبه سولې شرایط تحمیل کړي.

د راپور له مخې، ټرمپ اوکراین ته د نورو امریکايي وسلو لېږد ته د اجازې په ورکولو او د روسیې د تېلو پر پېرېدونکو هېوادونو د تعرفو لوړولو په ګواښ سره، د مسکو پر وړاندې خپل دریځ سخت کړی خو په اروپا کې دا اندېښنې شته چې ښايي هغه پر یوې داسې هوکړې سلا شي چې د کېیف له لوري به د ډېر امتیاز ورکولو لامل شي.

د یادولو ده، ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین به په اوکراین کې د درې‌نیم کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو لپاره د راتلونکې جمعې په ورځ د امریکا په الاسکا کې وګوري.

کرملين هم د دې ناستې په تایید سره ویلي چې دوه مشران به د اوکراین د ناورین د سوله‌ییز او دوامداره حل‌لارې پر پیدا کولو تمرکز وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.