کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۴): د اسلامي امارت د مشرتابه په مشرۍ د کابینې څلورمه غونډه په کندهار کې ترسره شوه.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې مشرتابه د کابینې غړو ته د خپلو مسئولیتونو د ښه ترسرهکولو، د شرعي نظام د ښه تطبیق، د خلکو د ستونزو د حل او په اخلاص سره د خدمت کولو په اړه مهمې توصیې او لازم هدایات وکړل.
مشرتابه ویلي: «د اسلامي نظام استحکام د دین په زده کړه سره راځي، کوښښ وکړئ خلکو ته دیني پوهاوی ورکړئ، د فکري سمونلپاره یې کار وکړئ، له بد اخلاقۍ څخه یې را وګرځوئ او د ناسمو افکارو او نظریو له تاثیره یې وساتئ، مذهب او عقیده ور وښایاست اوپه ټولو چارو کې د ﷲ تعالی په دین او مقدس شریعت منګولې ټینګي کړئ، همدا د هر څه لپاره اصل وګرځوئ، دا زموږ شرعي مسئولیتاو د افغانستان د مسلمانانو غوښتنه ده.»
هغه دغه راز. د بیلابیلو فکري اختلافاتو پر مخنیوي، د اتفاق او اتحاد په لا تقویت باندې ټینګار کړی او په دې اړوند مسئولینو ته لازمهدایات او لارښونې کړي دي.
فطرت لیکلي، په دغه غونډه کې کابل ښاروالي ته مسئولیت وسپارل شو چې په کابل ښار کې د اړتیا وړ ځایونو کې جوماتونه جوړ او دارشاد، حج او اوقافو وزارت ته یې تسلیم کړي.
د ده په خبره، په غونډه کې افغانستان په زندانونو کې د بندیانو پر وضعیت، د هغوی د دوسیو څرنګوالی، د بند مودې، همدا ډول د محاکمو لخوا د هغوی په مورد په پریکړو هر اړخیز بحث وشو.
ده ویلي، دغه راز جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو ته د لا ښې پاملرنې په اړه په مختلفو برخو کې د ارشاد، حج او اوقافو،پوهني، لوړو زده کړو او د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارتونو په مشرۍ هیئتونو ته دنده وسپارل شوه چې په ټولوبرخو کې ارزونې وکړي، همدا ډول د کلیوالي مدرسو او په جوماتونو کې د درسي سیستمونو احیا او تقویې په اړه هم بحث او خبرې وشوې او اړوندو ارګانونو ته د امکاناتو تر حده د پاملرنې توصیه وشوه.
فطرت د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې په غونډه کې ورسره په یو لړ نورو اړینو او مهمو مسائلو هم بحث او په ټوله کې د نظام د لاپياوړتیا لپاره په لارو چارو باندې غور وشو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP