Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه

غزني‌ښار (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۴): د غزني سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د خلکو په ۲۰ میلیون افغانیو شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ د غزني ولایت مرکز اړوند د قلعه ازاد خان بابا په سیمه کې په شپږ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.

د یادې سیمې یوه قومي مشر او مختار، ازاد زوی، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې، ټولټال ۱۴ درسي خونې، ۸ اداري خونې، لابراتوار، د غونډو تالار، کتابتون، د پاکو اوبو سیستم او منظم برېښنايي شبکه لري.

ده زیاته کړه، پر دغې ودانۍ ۲۰ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د یادې سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکړل شوی او د جوړېدو چارې یې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د ازاد بابا منځنی ښوونځی چې شاوخوا ۱۴۰۰ زده‌کوونکي لري، تر دې وړاندې په یوه غیري معیاري کور، خېمو او یا به تر شنه اسمان لاندې پر زده‌کړو بوخت وو، چې د باران او د ګرمۍ پر مهال به زده‌کوونکي له ستونزو سره مخ کېدل.

نوموړي وویل، په دغه ښوونځي کې د استادانو معاش چې د میاشتې ۵۰ زره افغانۍ کېږي، هم دوی له خپلو جیبونو څخه ورکوي.

هغه غوښتنه وکړه چې په دغه ښوونځي کې د درسي کتابونو، استادانو او نورو پرسونل کمښت دی، چې په وینا یې دغه ستونزې یې په وار وار له پوهنې ریاست سره شریکې کړې، خو تر اوسه یې په اړه اقدام نه دی شوی.

له بلې خوا، د غزني ولایت پوهنې ریاست مسؤولین بیا د یادې سیمې له خلکو مننه وکړه چې د پوهنې په برخه کې یې ګام پورته کړی دی.

د غزني ولایت د پوهنې رئیس مولوي نصیر احمد حسيني په خپلو خبرو کې د ښوونځیو په جوړولو کې د خلکو ونډه د پوهنې د ودې او د زده‌کړو د کیفیت د لوړوالي لپاره ارزښتناکه وبلله او زیاته یې کړه چې د ودانیو معیاري جوړښت د زده‌کوونکو د زده کړې چاپېریال ښه کوي.

نوموړي د غزني له نورو ولسونو هم غوښتنه وکړه چې د ازاد خان بابا سیمې د خلکو په څېر دې دوی هم خپلو اولادونو ته د زده‌کړو په برخه کې زمینې برابرې کړي.

دی زیاتوي، د غزني په بېلابېلو سیمو کې ډېری ښوونځي معیاري ودانۍ نه لري، چې د سرپناه نشتون ګڼ شمېر زده‌کوونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د هغه په خبره، د پوهنې وزارت له غزني مېشتو سره ژمنه کړې چې د ښوونځیو د سرپناه په برخه کې به همکاري کوي او تمه شته چې ګڼو زده‌کوونکو ته به د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر کړي.

د یادونې وړ ده چې د غزني په مرکز او ۱۸ ولسوالیو کې د ۷۷۱ ښوونځیو له ډلې ۲۵۰ ښوونځي معیاري ودانۍ نه لري، چې د سرپناه نشتون ګڼ شمېر زده‌کوونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.