Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د حماس مشر د خبرو لپاره قاهرې ته رسېدلی

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، پر غزه د اسرائیل په تازه هوايي او ځمکنيو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او د حماس مشر قاهرې ته رسېدلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي الوتکو او ټانکونو تېره شپه د غزې ښار ختیځو برخو کې بریدونه کړي او په دغو بریدونو کې لږ تر لږه یوولسو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی.

سرچينه زیاتوي چې دغه شمېر عیني شاهدانو او ډاکټرانو هم تایید کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د راپور له مخې،  د حماس مشر خلیل الحیی د امریکا له خوا د وړاندیز شوي اوربند د پلان په تړاو د خبرو لپاره د مصر پلازمېنې قاهرې ته رسېدلی دی.

سرچینې ویلي، د حماس او مصر د چارواکو ترمنځ غونډې به – چې نن چهارشنبه به پیل شي- د جګړې پر درولو، مرستو رسولو او د غزې د خلکو د کړاو پر پای ته رسولو متمرکزې وي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.