Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان او امریکا له «ترهګرۍ سره مبارزه» کې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۴): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسلام‌اباد او واشنګټن له «ترهګرۍ سره د مبارزې» په اړه تازه خبرو اترو کې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه خبرې اترې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړي استازي نبیل منیر او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې د چارو موقت همغږي‌کوونکي ګریګوري ډي لوګرفو ترمنځ ترسره شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو د ګواښونو، په ځانګړې توګه د بلوچستان برخې د ازادۍ پوځ، داعش خراسان څانګې او تحریک طالبان پاکستان له لوري د ګواښونو پر وړاندې پر اغېزناکو لارو چارو خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي چې هغوی د ملګرو ملتونو په ګډون په څو اړخیزو ټولنو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د اغېزناکو او دوامدارو تګلارو پیدا کولو په موخه د نږدې همکارۍ لپاره خپله اراده اعلان کړې ده.

د خبرپاڼې له قوله، دواړو خواوو ټینګار وکړ چې «له ترهګرۍ سره مبارزه او په سیمه کې د سولې او ثبات تامنېدو لپاره دوامدار او منظم تعامل حیاتي ارزښت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.