Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان ۵۰ سلنه نفوس په ښارونو کې ژوند کوي

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۴): افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام وايي، اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي خو د دغه هېواد ښارونه لا د دومره چټکې پراختیا لپاره چمتو نه دي.

افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې ((UN-Habitat پروګرام نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په ۱۹۵۰ کال کې یوازې ۵ سلنه افغانان په ښارونو کې اوسېدل، په ۲۰۲۲ کال کې دا شمېره ۲۵ سلنې ته رسېدلې او اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ پورې ۵۰ سلنې ته لوړه شي.

یاد سازمان د دې ترڅنګ چې وايي د افغانستان ښارونه د دومره چټکې ودې لپاره چمتو نه دي، زیاتوي: «موږ باید اوس د بدلون لپاره د مثبت محرک په توګه له ښاري کېدو د ګټې اخیستنې لپاره عمل وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۳ احصاییوي کلني راپور پر اساس، د افغانستان نفوس ۳۵.۷ میلیونه اټکل شوی چې یوازې شاوخوا ۹ میلیونه یې په ښارونو کې ژوند کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.