Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیبر پښتونخوا کې بریدونه؛ پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۴): پاکستاني رسنیو خبر ورکړې چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو په بریدونو کې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي او پنځه نور ټيیان دي.

د پاکستان «ARY» ټلوېزیون نن په یوه راپور کې ویلي چې تېره شپه د خیبر پښتونخوا په درېیو سیمو دیر، لاجبوک او پېښور کې د وسله‌والو په بریدونو کې پنځه پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې لیکلي، وسله‌والو په دیر کې د پولیسو د ګزمې پر موټر برید کړی چې په پایله کې یې درې پولیس وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي.

په راپور کې دغه راز راغلي چې د دیر په لاجبوک سیمه او پېښور کې هم د پولیسو پر پوستو بریدونه شوي چې دوه پولیس په‌کې وژل شوي او دوه نور تپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چنګاښ میاشتې په اوومه د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ پر یوه موټر چاودنه شوې وه چې ۱۳ پوځیان په‌کې وژل شوي وو او د لسو سرتېرو په ګډون ۲۴ نور کسان ټپیان وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.