Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بازمحمد مبارز په لومړي ځل د موی‌تای سیالیو کې ګډون کوي

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د ازادو سیالیو پېژندل شوی لوبغاړی بازمحمد مبارز د لومړي ځل لپاره د موی‌تای په حرفه‌يي سیالیو کې له یوه بحریني ورزشکار سره لوبېږي.

د بازمحمد مبارز سیالي د روان کال د وږي میاشتې په درېیمه د ټایلند په پوکیت ښار کې ترسره کېږي او هغه به له ایراني‌الاصله بحریني ورزشکار مصطفی سره لوبه وکړي.

دغه لوبه به په درېیو ۳ دقیقه‌يي پړاوونو کې ترسره شي.

په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې د بازمحمد مبارز د سختو تمریناتو ویډیوګانې خپرې شوې چې د یادې سیالۍ لپاره د هغه چمتووالی ښيي.

د بازمحمد مبارز بحرینی سیال مصطفی چې د ایران اصلي اوسېدونکی دی او د موی‌تای له تجربه‌ لرونکو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي.

دا لومړی ځل دی چې بازمحمد مبارز په موی‌تای سیالیو کې ګډون کوي، هغه تر اوسه په ازادو سیالیو کې ۱۷ حرفوي لوبې کړې چې پایله یې ۱۱ بریاوې او شپږ ماتې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.