کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۴): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له دوامدارې پرچاویو شکایت لري او د دې ستونزې د بنسټیز حل غوښتنه کوي؛ بلخوا، پوهان او د برېښنا شرکت مسوولین د دغه وضعیت اساسي لاملونه د برېښنا کمښت او هغې ته د خلکو د تقاضا ډېرېدل بولي.
د یادونې ده، له څو کلونو راهیسې په اوړي او ژمي کې برېښنا ته تقاضا ډېره وي او دوامداره پرچاوۍ ډېرې شوې چې له امله یې د ښار اوسېدونکي شکایتونه لري.
د پلازمېنې اوسېدونکي وايي، دغو پرچاویو په اوسني ګرم موسم کې د دوی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د کابل د شهرنو اوسېدونکي سیدمجتبی پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ورځې په اوږدو کې یوازې پنځه ساعته برېښنا لرو، هغه هم که وي او کله نه.»
هغه د برېښنا دوامداره پرچاوۍ ځورونکې وبللې او د اسلامي امارت له چارواکو یې وغوښتل چې د دې ستونزې بنسټیز حل ته جدي پاملرنه وکړي.
همدارنګه، د خیرخانې اوسېدونکي بشیر ابراهیمي وویل: «د ورځې یوازې شپږ ساعته برېښنا لرو، په دوکان کې هم برېښنا نشته، اړ یم چې د رڼا لپاره له سولره کار واخلم، په کور کې نه کولر روښانه کولای شو، نه پکې او نه ايسي.»
دغهراز، د ارزانقیمت سیمې اوسېدونکی یارمحمد وفا وایي: «هره ورځ درې ساعته برېښنا لرو او د شپې هغه وخت برېښنا راځي چې خلک ویده وي.»
نوموړي زیاته کړه: «له اسلامي امارته غواړم چې د پلازمېنې د برېښنا ښه کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.»
د دشتبرچي اوسېدونکی سیداحمد ناصري وایي: «هره ورځ یوازې درې ساعته برېښنا لرو، شپه هم ناوخته برېښنا راځي. له سوداګرو غواړم چې په هېواد کې د برېښنا د تولید برخه کې پانګونې وکړي څو دا ستونزه حل شي.»
د علاوالدین درېلارې اوسېدونکي بهزاد ابراهیمي وویل: «د ورځې هيڅ برېښنا نه لرو او د شپې هم برېښنا ډېره ناوخته راځي.»
هغه زیاته کړه، د برېښنا نشتوالي اوبو ته لاسرسی هم ستونزمن کړی او د دغه حالت دوام د سیمې د خلکو ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
بلخوا، د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی ريیس امانالله غالب وایي چې په کابل کې د پرچاويو اصلي لاملونه د برېښنا کمښت او هغې ته د خلکو د تقاضا ډېرېدل دي او دغه شرکت اړ دی چې برېښنا په نوبتي ډول ووېشي.
هغه وایي: «د پرچاویو کمولو لپاره په لنډمهاله توګه باید اضافهبار ترانسفرمرونه ژر تر ژر بدل شي او د برېښنا او ښاروالۍ ترمنځ همغږي رامنځته شي.»
هغه ټینګار کوي: «پانګهوال باید د ترانسفرمرونو له تقویت مخکې د خپلو پروژو د برېښنا لګښتونه خپله پوره کړي.»
غالب د برېښنا د تولید لپاره د کورنیو سرچینو جوړول اوږدمهاله اساسي حللاره بولي او وایي: «که د لمریزې انرژۍ پروژې او له پلخمري کابل ته د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد پروژه بشپړه شي، په پلازمېنه کې به د برېښنا د پرچاویو ستونزه د پام وړ کمه شي.»
ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، له ګاونډیو هېوادونو د برېښنا واردات د کابل ښاریانو اړتیا نه شي پوره کولای او د انرژۍ داخلي پروژو تر عملي کېدو به د پرچاویو ستونزه شتون ولري؛ هغې چارې چې صنعتکارانو ته یې جدي ستونزې پیدا کړې دي.
هغه زیاته کړه، د ګرمۍ په موسم کې د برېښنا پرچاوۍ ډېرېږي او صنعتي پارکونو کې د برېښنا کمښت د ماشینونو درېدو او تولیداتو ته د زیان اوښتو لامل شوی دی.
الکوزی وايي: «د عزیزي ګروپ شرکت ژمنه کړې چې د افغانستان د برېښنا انرژۍ برخه کې ۱۰ میلیارد ډالره پانګونه کوي. که دغه ژمنه عملي شي، کولای شي د هېواد د برېښنا ناورین یوه اندازه کم کړي.»
ورته مهال، د برېښنا شرکت د پانګونې رییس انجنیز فریدالله شرفمل پژواک ته وویل چې افغانستان اوس څه باندې دوه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې په راتلونکي کې به د صنعت او سوداګرۍ د ودې لپاره دغه رقم تر ۱۰ زره میګاواټه ورسېږي.
هغه زیاته کړه: «د سرچینو محدودیت او تقاضا ډېرېدو له امله اړ یو برېښنا د مهالوېش پر اساس ووېشو او د دې ستونزې د حل لپاره پر جدي پروګرامونه کار کوو.»
د برېښنا شرکت د پانګونې رییس زیاتوي چې له ترکمنستانه کابل ته د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد پروژه ۹۵ سلنه بشپړه شوې او تر راتلونکي یوه کال پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. هغه دغهراز وویل: «د لمریزې، بادي، ګازي او ډبرو سکرو د انرژۍ پروژې د اجرا په حال کې دي چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د ملي برېښنا له شبکې سره وصل شي.»
هغه د انرژۍ برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو له لېوالتیا خبر ورکړ ویې ویل، تر راتلونکو دوو کلونو پورې به موږ د برېښنا پرچاویو ستونزه ونهلرو، دغه پروژې د دوامدارې برېښنا له تامنېدو او د هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته کوي.
د یادونې ده، د برېښنا شرکت د چنګاښ په درېیمه پر خپله اېکسپاڼه د یوې ويډيو په خپرولو ویلي وو چې په کابل ښار کې د پرچاویو کمېدو لپاره یې د ترهخېل ۱۰۵ میګاواټ حرارتي برېښنا د تولید دستګاه فعاله کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP