هرات (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د هرات د پاشدان بند ګټې اخیستنې ته د سپارلو مراسمو کې ټینګار وکړ چې اسلامي امارت غواړي له خپلو ټولو طبیعي سرچینو په سالمه توګه ګټه واخلي او نه غواړي چې د چا حق تر پښو لاندې کړي.
پاشدان بند چې د هرات په کرُخ ولسوالۍ کې موقعیت لري او له سلما بند وروسته د دغه ولایت له مهمو او حیاتي بندونو شمېرل کېږي، نن د حکومت د لوړپوړو چارواکو له لورD په رسمي ډول پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پاشدان بند د پرانیستې مراسمو کې وویل، افغانان نن په داسې حال کې د اسلامي امارت د واکمنۍ څلورمه کالیزه نمانځي چې حکومت په تېرو څلورو کلونو کې د اسلامي شریعت د تطبیق او په سیاسي او اقتصادي برخو کې ډېرې لاستهراوړنې لرلې دي.
د ده په وینا، له دغو مهمو پروژو یوه هم د پاشدان بند دی چې نن ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي او دغه پروژه د هرات د پرمختګ او په دغه ولایت کې د وچکالۍ مخنیوي لپاره خورا مهمه ده.
هغه زیاته کړه: «تېر کال چې د دې پروژې د پاتې کارونو د پیل وخت و، ما تاسو سره ژمنه وکړه چې اسلامي امارت به د پاشدان بند د پاتې کارونو بشپړولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي چې له نېکه مرغه نن د بند پاتې کارونه بشپړ شول.»
ملا برادر وویل چې په تېر کې د «اشغالونو» له امله د هېواد اقتصاد وده ونه کړه او د نورو هېوادونو په مشروطو مرستو پورې تړلی و خو اسلامي امارت پرېکړه کړې چې د هېواد اقتصادي وضعیت په واقعي ډول پیاوړی او پر ځان بسیا کوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره د ملي او سیمهییزو پروژو ملاتړ کوي.
هغه دغه راز وویل چې په هرات کې د ټاپي پروژې د کار بهیر دا ښيي چې اسلامي امارت د اقتصادي همغږۍ، متقابلې همکارۍ او په سیمه کې د ثبات غوښتونکی دی.
د هغه په وینا، اسلامي امارت د افغانستان او سیمې اقتصادي ثبات لپاره اقتصادمحوره تګلاره تعقیبوي.
ملا عبدالغني برادر وویل: «اسلامي امارت غواړي له خپلو ټولو طبیعي سرچینو سالمه توګه ګټه واخلي او نه غواړي چې د چا حق تر پښو لاندې کړي؛ موږ غواړو خپلې اوبه په سالمه توګه مدیریت کړو او د نورو ثابت حقونه ورکړو. د اوبو له مدیریته زموږ موخه د هېواد د اقتصاد پیاوړتیا ده او دغه کار د فقر، بېکارۍ او کډوالۍ کمولو لپاره له اساسي کارونو ګڼو.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګهوالو وغوښتل چې د اوبو او کرنې ترڅنګ په نورو برخو کې هم پانګونې وکړي او له دغه فرصته ګټه واخلي.
بلخوا، د پاشدان بند د پرانیستې مراسمو کې د هرات والي مولانا نوراحمد اسلامجار وویل، په دغه ولایت کې چې کومې لویې پروژې پيل شوې یا د اجرا په حال کې دي، په نږدې راتلونکي کې به هرات د هېواد پر یو اقتصادي قطب بدل کړي.
نوموړي دغهراز زیاته کړه چې د هرات – چشت سړک د جوړولو چارې به ډېر ژر بېرته پیل شي، د هرات – تورغونډۍ او هرات – خواف اوسپنې پټلیو پراختیا کار د پرمختګ په حال کې دی، د سمنټو پروژه هم د بشپړېدو په حال کې ده.
د هغه په وینا، د هاشمي پُل د برېښنا سټېشن فعالېږي او نورې لویې پروژې لکه ټاپي او د ښار سوېل کې ترمینل د عملي کېدو په حال کې دي.
د هرات والي د پاشدان بند پرانیستل د دغه ولایت د خلکو لپاره یوه لویه لاستهراوړنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه پروژه به د هرات په اقتصادي پراختیا او د اوبو سرچینو د مدیریت برخو کې مهم رول ولوبوي.
ورته مهال، د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور په یادو مراسمو کې وویل، یاد بند د ۱۱۷ میلیون ډالرو په لګښت چې د حکومت له بودجې ورکړل شوی، جوړ شوی چې د هغه په وینا، دا څرګندوي چې حکومت پرته له بهرني ملاتړه د ملي سترو پروژو د مالي تمویل توان لري.
هغه دغهراز زیاته کړه، اسلامي امارت د اقتصادي او سیاسي پرمختګ لپاره ځیني پروګرامونه لري او د هېواد د پراختیا او بیارغونې لپاره کار کوي.
د اسلامي امارت یاد چارواکی وایي چې د پاشدان بند د ۱۳ زره هکټاره ځمکې خړوبولو او د دوه میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت په درلودو د هرات د پرمختګ لامل ګرځي.
د پاشدان بند له پرانیستې سره هممهاله د دغه ولایت اوسېدونکو هم له رغنیزو او زیربنایي پروژو هرکلی کړی او وایي چې یاد بند به د وچکالۍ پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.
د انجیل ولسوالۍ یوه بڼوال او اوسېدونکي یارمحمد پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل چې د کرنې لپاره د کافي اوبو نشتوالي د ډېرو ولسوالیو بڼوال او کروندګر اندېښمن او ناهیلي کړي دي.
د هغه په وینا، که مسوولین د یوه مشخص پلان له مخې د دواړو بندونو سلما او پاشدان اوبه پر کروندګرو ووېشي، د دغه ولایت کرنه به د پام وړ وده وکړي.
د یادولو ده، د پاشدان بند د هرات د مرکز د ختیځ په ۲۵ کیلومترۍ کې د کرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.
پاشدان بند د ۷۴ متره په لوړوالي د ۵۴ میلیون مترمکعب اوبو زېرمه کولو، د دوه میګاواټه برېښنا د تولید او د ۱۳ زره هکټاره ځمکې خړوبولو ظرفیت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP