کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت مرستیال په کابل کې د جاپان له سفیر سره د مخه ښې په ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټينګا وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مرستیال دکتور محمدنعیم د جاپان له سفیر تاکويوشي کورمايا سره د مخه ښې ناسته وکړه.
سرچينې لیکلي، په دې ناسته کې د بهرنيو چارو وزارت مرستیال د کورمايا د ماموریت ستاینې ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اړیکو د تاریخي ارزښت یادونه وکړه او هم يې د اقتصادي، امنیتي او کلتوري همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
محمدنعیم ویلي، په اړيکو کې هغه وخت ښه پرمختګ راتلای شي چې اړخونه يو د بل ګټې، مصلحتونه، ستونزې او اړتیاوې په سمه توګه درک کړي.
یاد وزارت لیکلي چې د جاپان سفير هم د امنیت شتون، له نشهیي توکو سره د مبارزې هڅې او روانې زیربنایي چارې وستایلې او ټینګار يې وکړ چې جاپان به د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې دوامداره ساتي.
د خبرپاڼې له مخې، په پای کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر لا پراختیا او دوام هم ټينګار درلود.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP