غزنيښار (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۴): د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو د څلورم کال په پوره کېدو سره د هېواد د ځینو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي په دې موده کې شوي پرمختګونه او لاستهراوړنې ستايي او له حکومته په بېلابېلو برخو کې غوښتنې لري.
اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه بیا واک ترلاسه کړ؛ دغه ورځ هر کال د هېواد په مرکز او ولایتونو کې نمانځل کېږي.
د کابل، پروان، ننګرهار، غزني او میدانوردګو په ګډون یو شمېر ولایتونو کې د دې ورځې د نمانځنې لپاره تیاریانې نیول شوې او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو په واټونو او عامه ځایونو کې سپین بیرغونه او بېلابېل پیغامونه نصب کړي دي.
د پروان ولایت د کوهصافي ولسوالۍ اوسېدونکی هدایتالله راشد وایي، په دغه ولایت کې د زمري د ۲۴مې د نمانځنې لپاره ډېر چمتوالی نیول شوی دی.
دی وایي، په اتحاد او یووالي سره د دغه ډول تاریخي ورځو نمانځل هر افغان ته د خوښۍ پیغام ورکوي او اوس په کار ده چې اسلامي امارت د افغانانو د لا یووالي لپاره نور هم کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې په ډېرو برخو کې د پام وړ کار کړی خو لا هم ځینې ستونزې شته چې باید د حل لپاره یې لاس په کار شي.
د کابل ښار اوسېدونکی عبدالصبور وایی: «د کابل له فتحې وروسته ډېر مثبت بدلونونه راغلل؛ خونړۍ جګړه ودرېده، د قدرت جزیرې ختمې شوې، بهرنیان ووتل، اسلامي نظام جوړ شو، هغه ناامنۍ ختمې شوې چې خلکو به د غلو له ویرې په رڼا ورځ د ښار منځ کې موبایل له جیب څخه نه شوای راایستلی.»
خو هغه وویل، ځینې ستونزې شته چې اسلامي امارت یې باید د حل لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
دی زیاتوي: «له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده تر څو هغه ستونزې حل کړي چې په شریعت کې حل لار لري، مثلا د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي، د شریعت په چوکاټ کې دې نجونو ته د دیني زده کړو تر څنګ، د عصري زده کړو زمینه برابره شي، لویې او وړې بنسټیزې پروژې روانې دي، دې برخې ته دې پاملرنه نوره هم ډېره شي او په ټوله کې مې له ټولو افغانانو هیله دا ده چې خپلمنځي اختلافونه پریږدي او د وروڼو په څېر د خپل هېواد د ابادۍ او له نورو سره د سیال کولو لپاره کار وکړي.»
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکی عرفانالله همت هم وایي، د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې د زمري د ۲۴مې لپاره چمتووالی نیول شوی دی.
دی زیاتوي، افغانانو د ازادۍ د ترلاسه کولو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې خو اوس اسلامي امارت ته په کار ده چې د ساتلو لپاره یې هم هڅې وکړي او ټول افغانان په خپله غېږ کې ونیسي.
همت وایي، تمه لري چې اسلامي امارت د بیکارۍ، د نجونو د زدهکړو ځنډېدو او دې ته د ورته نورو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.
د میدانوردګو ولایت یو قومي مشر حضرت محمد وایي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره وژنې او جګړې پای ته رسېدلې دي او ولسونه له ډېرو کلونو وروسته د ارام ساه اخلي.
دی غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې په دې ارامۍ کې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي څو ځوانان اړ نشي چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
نوموړی د زدهکړو، د اوبو مهارولو او پر بندونو د برېښنا جوړولو او ګنو نورو برخو کې د چارو د چټکتيا غوښتنه کوي او وايي، دا هغه څه دي چې هېوادوال ورته تر هر څه ډېره اړتيا لري.
د غزني د مرکز اړوند قلعه ازاد سیمي یو اوسېدونکی او قومي مشر حاجي فدامحمد وایي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره ولسونو ته د ارام ژوند زمینه برابره شوې او ځینو برخو کې کارونه او پرمختګونه هم شوي دي.
دی وایې: «اسلامي امارت دې د بدیو، ناخوالو او تعصبونو په له منځه وړلو کې قدم پورته کړي او هم دې د تعلیم په برخه کې هڅي وکړي، تر څو ولسونه له دغي ناحیې ونه ځورول شي.»
د غزني یو بل قومي مشر شاه محمود وایي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره په هېواد کې د «جګړو او ناخوالو» ټغر ټول شوی او اوس اړینه ده چې سرپرست حکومت د بېکارۍ ستونزې د له منځه وړو لپاره هڅې ډېرې او تر څنګ یې دې په دولتي ادارو کې د وړ کسانو ګومارلو ته پام ډېر کړي.
په ورته وخت کې د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار پژواک ته وویل، اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې ګڼې لاسته راوړنې لري او په بېلابېلو برخو کې بېساري پرمختګونه شوي دي.
نوموړی وایې، اسلامي امارت نورو برخو ته هم متوجه دی چې د کاري فرصتونو د ایجاد، د تعلیم په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول، د روغتیا، زراعت او نورو برخو کې د مهمو پروژو پلي کول او د ځوانانو ظرفیت لوړونه یې له مهمو دندو دي چې تر سره به یې کړي.
هغه وویل، اسلامي امارت د نړۍ له تحریمونو سره مخامخ دی، په ځینو برخو کې به ستونزي موجودي وي خو په وینا یې چې د وخت په تېرېدو سره به ټولو ستونزو ته رسېدنه وشي.
دی غوښتنه کوي چې ملت هم بايد د اسلامي نظام د پايښت او پرمختګ لپاره همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP