Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په هندي کشمیر کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۵۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د هند په کشمیر کې د سختو سېلابونو راتلو له امله لږ تر لږه ۵۶ کسان مړه، ۵۰ ټپیان او لسګونه نور نادرکه شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه سېلابونه پرون د کشمیر د «کشتوار» ولسوالۍ په «چیسوتي» سیمه کې راوتلي دي.

کشمیر کې د پېښو د مدیریت یوه لوړپوړي چارواکي محمدارشاد ویلي، تر اوسه ۵۶ جسدونه موندل شوي، شاوخوا ۸۰ تنه لا هم نادرکه دي او ۳۰۰ تنه نور ژغورل شوي چې له ډلې یې ۵۰ تنه سخت ټپیان دي.»

راپور کې راغل، د تلفاتو د ډېرېدو احتمال شته؛ ځکه سېلابونو ګڼ شمېر کورونه ویجاړ کړي یا یې له ځان سره وړي دي.

د هند د هواپېژندنې ادارې له خلکو غوښتنه کړې چې له ناامنو او خطرناکو سیمو لرې واوسي. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ژمنه کړې چې له زیانمن شوو کسانو سره به هر ډول ممکنه مرسته وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.