کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د قرغیزستان له لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال هغه ته بلنه ورکړې څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا په موخه کابل ته سفر وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې عزیزي د خپل سفر په دوام کې د قرغیزستان له لومړي وزیر عادلبیک قسیمعلياوف سره لیدنه وکړه.
سرچینې لیکلي چې په یاده لیدنه کې دواړو خواوو پر دیني، فرهنګي، سیمهییزو او اقتصادي مشترکاتو د ټینګار ترڅنګ د سفیر تر کچې د دغه هېواد د ډیپلوماتیکو اړیکو پراختیا، د ترانزیټي لارو ملاتړ، د ګډې خونې او سوداګریز کور جوړولو، د تجارتي مرکز تاسیس او په کابل کې د قرغیزستان فورم جوړېدو په اړه خبرې اترې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي چې عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د قرغیزستان لومړي وزیر ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP