Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغېس کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

قلعه‌نو (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۴): بادغېس کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ اړوند د بادغېس – فاریاب پر لویه ‌لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د بادغېس امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي نن (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاده پېښه پرون مازیګر د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ په «کوی خری» سیمه کې د بادغېس – فاریاب پر لویه لار له سړکه د یوه لنډکروز موټر د وتلو له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي د یادې پېښې لامل د سړک خرابوالی او د موټرچلوونکې بې‌احتیاطی وبلله او زیاته یې کړه چې په یاده پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې قربانیان د باغېس د بالامرغاب ولسوالۍ ماروجاق سیمې اوسېدونکي دي او ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.