Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اقتصادي معاونیت: په هېواد کې د ۲۰۴ کانونو د اکتشاف او استخراج چارې روانې دي

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې اوسمهال په هېواد کې د لوی مقیاس ۲۹ او د کوچني مقیاس ۱۷۵ کانونو د اکتشاف او استخراج چارې روانې دي چې شاوخوا ۱۷۰ زره کسانو ته په‌کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د ریاست‌الوزار اقتصادي معاونیت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې اوسمهال په هېواد کې د لوی مقیاس ۲۹ او کوچني مقیاس ۱۷۵ کانونو د اکتشاف او استخراج چارې روانې دي.

سرچینې زیاته کړې، په دغو کانونو کې سرپنټین، کرومایټ، تالک، سره زر، ګچ، چونه، آهک، نفرایټ، مرمر، مالګه، سرب، جست، کلیسټ، رخام، ټراورټین، د ډبرو سکاره، یاقوت، د سیمنټو خام مواد، باریت، اوسپنه، مس او داسې نور منرالونه شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کانونو په پروژو کې په مجموعي ډول شاوخوا ۱۷۰ زره هېوادوال په مستقیم او غیرمستقیم ډول په کار بوخت دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.