Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د سرو زرو او اوبلن ګار بیې ټیټې شوې دي

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د پټرول او ډېزل تېلو بیې لوړې شوې خو د سرو زور او اوبلن ګاز بیې ټيټې شوې دي.

کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن په کابل کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه له ۶۷ څخه ۷۰ افغانیو ته او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۶۵ څخه ۶۷ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، د سالنګ لویې لارې د بیارغونې او باروړونکو موټرو ته د نه اجازې له امله د نفتي توکو واردات کم شوي نو له همدې امله یې بیې هم لوړې شوې دي.

دغه‌راز، د کابل ښار په دهن‌باغ کې یو هټۍوال محمدجان امین وايي چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د  یو کیلو اوبلن ګاز بیه له ۵۰ څخه ۴۸ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

خوراکي توکي

کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن هم لکه د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۴۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۴۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام تور افریقایي چای بیه ۳۸۰ افغانۍ او د یوه کیلو شین اندونیزیایي چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې

کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمد‌فواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۰۰۰  افغانیو څخه ۵۹۰۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۷۵۰  څخه ۴۷۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د سرو‌زرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو‌زرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره اړیکه لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر ارزښت ۶۸ اعشاریه ۳۰ افغانۍ دی او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې چې د روان کال د زمري په ۱۸مه د یوه ډالر د اخیستو بیه ۶۸ اعشاریه ۲۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانۍ تبادله کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.