کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): اسلامي امارت په خیبر پښتونخوا کې د سېلابونو له امله پر اوښتې مرګژوبله خواشیني او له سېلابځپلو کورنیو سره یې غمرازي ښودلې ده.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په څینو سیمو کې د سخت باران او سېلابونو راتلو له امله څه باندې ۲۰۰ کسان مړه شوي او د ژغورنې عملیاتو پر مهال یوه چورلکه لوېدلې چې په دې پېښه کې هم پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله پر اوښتې مرګژوبلې ژوره خواشيني ښيي.
یاد وزارت دغه راز د قربانيانو له کورنيو، ټول ولس او حکومت سره خواخوږي ښودلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP