Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پژواک تېره اونۍ د جنایي او امنیتي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ترلاسه کړی

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): تېره اونۍ د زمري ۲۴مې په مناسبت غونډه کې د ا.ا مشرتابه وویل چې نور دې وزیران او کابینه د سرپرست کلمه نه کاروي، افغانستان او قرغیزستان هوکړې لاسلیک کړې او یواېن‌اېچ‌سي‌ار او یونیسف په افغانستان کې د بېځایه شوو ماشومانو د خوندیتوب لپاره هوکړه وکړه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د ا.ا مشرتابه: د زمري ۲۴مې په مناسبت پیغام کې: وزیران او کابینه دې نور د سرپرست کلمه نه کاروي.
  • د زمري ۲۴مه؛ افغان چارواکي: له نړۍ سره د متوازن سیاست پر بنسټ د ښو اړیکو غوښتونکي یو
  • یواېن‌اېچ‌سي‌ار او یونیسف په افغانستان کې د بېځایه شوو ماشومانو خوندیتوب لپاره هوکړه وکړه.
  • نورالدین عزیزي د قرغیزستان لومړي وزیر ته کابل ته د سفر بلنه ورکړې ده.
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض ادعا

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ، هلمند، بادغیس، جوزجان او کاپيسا ولایتونو کې د ترافيکي پېښو، په اوبو کې د ډوبېدو او د فاضلابو اوبو ته د لوېدو له امله ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپيان وو، خو پژواک له دې پرته د نورو پېښو او په‌کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه راپور نه دی ترلاسه کړی.

وړمه اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.

ځايي چارواکو ویلي وو چې په ننګرهار کې د یوه روغتیايي مرکز یوه نر‌سه وژل شوې او په تړاو یې د هغې د مېړه په ګډون دوه کسان نیول شوي او په کاپیسا کې د یوې کورنۍ د دوو غړو ترمنځ د ځمکې د وېش پر سر شخړه کې یوه کس خپل ورور وژلی او دوه نور کسان یې ټپيان کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د اسلامي امارت څلور کلن کېدل

اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه بیا واک ترلاسه کړ؛ دغه ورځ هر کال د هېواد په مرکز او ولایتونو کې نمانځل کېږي.

تېره ورځ هم دغه ورځ د غونډو په جوړېدو، پر واټونو د موټریزو کاروانونو په ګرځېدو، کابل کې له چورلکو د ګلانو په شیندلو، مشاعرو او ورزشي نندارو ونمانځل شوه.

 افغان چارواکو د زمري ۲۴مې په مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډه کې وویل «نه د چا لپاره تهدید يو او نه دې څوک موږ ته تهديد جوړېږي»؛ افغانستان د متوازن سیاست د اصل او متقابل احترام پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

په دې غونډه د اسلامي امارت د مشرتابه پیغام هم ولوستل شو؛ د دغه پیغام په یوه برخه کې راغلي وو چې نور دې وزیران او کابینه د سرپرست کلمه نه استعمالوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته سرپرست حکومت اعلان شو او وزیرانو ته هم د سرپرست کلمه کارول کېده.

دا یادونې ده، د زمري ۲۴مې په درشل کې ځینو نجونو او نورو کسانو له رسنیو سره په خبرو کې هیله څرګندوله چې اسلامي امارت د خپل حاکمیت په پنځم کال کې له شریعت سره سم نجونو ته له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړي.

افغان کډوال

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (یواېن‌اېچ‌سي‌ار) اعلان وکړ چې دغه اداره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ له صندوق (یونیسف) سره د بې‌ځایه شوو ماشومانو خوندیتوب لپاره د همکارۍ یو ستراتیژیک پلان لاسلیک کړی دی.

دغه راز، د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (يونیسف) د افغان کډوالو د راستنېدونکو د ښه مدیریت په موخه د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ پر خبرو ټينګار وکړ او ویې ویل چې په هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستنېږي.

له قرغیزستان سره هوکړې

تېره اونۍ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي قرغیزستان ته ولاړ او هلته یې د ياد هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ له وزير سره په لیدنه کې د اقتصادي او سوداګريزو مسايلو په اړه خبرې وکړې او ‏دواړو لورو دوه سوداګریز سندونه لاسلیک کړل. د دغو سندونو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

یاد وزارت ویلي چې عزیزي د قرغیزستان لومړي وزیر عادل‌بیک قسیم‌علي‌اوف سره د لیدنې پر مهال هغه ته بلنه ورکړې څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا په موخه کابل ته سفر وکړي.

سرچینې لیکلي چې په یاده لیدنه کې د سفیر تر کچې د دغه هېواد د ډیپلوماتیکو اړیکو پراختیا، د ترانزیټي لارو ملاتړ، د ګډې خونې او سوداګریز کور جوړولو، د تجارتي مرکز تاسیس او په کابل کې د قرغیزستان فورم جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.

د بشري حقونو د نقض ادعا

د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي چې اسلامي امارت له بشري په تېره د ښځو له حقونو سرغړونه کړې. یاد وزارت له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د ښځو، ماشومانو او نورو وګړو د حقونو د ملاتړ لپاره ګامونه پورته کړي.

خو دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د ښځو په ګډون د ټولو هېوادوالو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د اسلامي امارت وياند ذبیح‌الله مجاهد مخکې د دې ډول څرګندونو په اړه ویلي: «هر فرهنګ ځان ته جلا تعبیرات او هر هېواد ځان ته ارزښتونه لري؛ زموږ ارزښتونه اسلامي او شرعي دي او د اسلام په چوکاټ کې موږ د خلکو حقوق ورکړي، ورکوو يې، دې ته ځان ژمن بولو او دا مو فریضه او وجیبه ده چې د خلکو حقوقو ته رسېدنه وشي او په دې مورد باندې موږ ګامونه اخيستي دي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.