Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د برېښنا سکټور کې د ۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت د درېیو پروژو تړونونه لاسلیک شول

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د برېښنا سکټور کې د ۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت د درېيو مهمو پروژو تړونونه لاسليک شول.

د افغانستان برېښنا شرکت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت د عمومي اجرائيوي رييس عبدالباري عمر، زازو افغانستان او کابل ملي شرکتونو مسوولينو ترمنځ د هرات د برېښنا د ثبات او پياوړتيا په موخه د نږدې ۴۱ ميليونه ډالرو ګډې پانګونې تړونونه لاسليک شول.

خبرپاڼه کې راغلي، له نورالجهاد سبسټېشن څخه د هاشمي پُل او له هاشمي پُل سبسټېشن څخه د حوت ۲۴ شهیدانو تر سبسټېشن پورې د ۲۲۰ کيلوولټ برېښنا د مزي غځول، د هاشمي پُل او د حوت ۲۴ شهیدانو سبسټېشنونو جوړول او په نورالجهاد سبسټېشن کې د بي لین پراختيا د تړون اساسي پروژې دي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د برېښنا د ثبات او پياوړتيا په موخه به دا پروژې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي چې له مخې به یې هرات له ډاډمنې برېښنا برخمن شي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.