Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د جعل او تذویر په تور دوه کسان نیول شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یې د جعل او تذویر په تور دوه کسان نیولي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې د دې قوماندانۍ اړوند له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو دوه کسان د جعل او تذویر په تور ونیول.

خبرپاڼه کې راغلي:‌ «له نیول شوو کسانو ۳۵ دانې جعلي مهرونه (ټاپې) او یو شمېر جعلي اسناد ترلاسه شوي دي. لومړنیو څېړنو ښودلې چې یادو کسانو د اسنادو او مهرونو په جعل کې مستقیم لاس درلود.»

سرچینه دغه راز کاږي چې نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې یاد کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.