اېبک (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): د سمنګان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه او خاوند یې ټپي شوی دی.
د سمنګان د امنیتي قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني وایي، نن (شنبه) د دغه ولایت د مرکز ايبک ښار په اقمزار کلي کې ترافیکي پېښه شوې ده.
د هغه په وینا، دغه پېښه د یوه فیلډر ټکسي موټر او موټرسايکل د ټکر له امله شوې ده.
رحماني زیاته کړه، په یاده پېښه کې یوه ښځه مړه او خاوند یې ټپي شوی دی.
چارواکو د پېښې لامل د چلوونکو بېاحتیاطي بللې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP