Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دوه ځوانان د کاپیسا د صیاد سیند کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

محودراقي (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، دوه ځوانان چې له کابله دغه ولایت ته د تفریح لپاره ورغلي وو، د صیاد پل مربوطاتو کې په سیند کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه د جمعې ورځ وروسته له غرمې شاوخوا درې بجې او دېرش دقیقې شوې ده.

د هغه په وینا، د پېښې قربانان ۲۲ کلن نصیرالله او ۲۱ کلن ساجد د کاپیسا د مرکز د نواباد سیمې اصلي اوسېدونکي وو او اوسمهال په کابل کې اوسېدل.

فایز زیاته کړه چې د یادو دوو ځوانانو جسدونه د پولیسو او د ځايي خلکو په مرسته له اوبو را ایستل شوي او کورنیو ته یې وسپارل شوي دي.

هغه ټینګار وکړ، هغو کورنیو او ځوانانو ته چې دغه ولایت ته د تفریح لپاره ورځي، سپارښتنه شوې چې له لامبو وهلو ډډه وکړي.

د یادونې ده، دا په روان کال کې په کاپیسا کې د لامبو پر مهال د ځوانانو د ډوبېدو څلورمه پېښه ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.