کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۴): د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس قاري رحمت الله غازي عمر نن په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل: «نن یو ځل بیاد سولې او ورورولۍ په داسې پروګرام کې برخه اخلو، چې په ترڅ کې یې د پچيراګام ولسوالۍ د پنګزيو د محمدالدين او شاه وزير کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې هغه شخړه، چې اویا کاله وړاندې پیل شوې وه، پای ته ورسېده.»
ده وویل، په دغه دښمنۍ کې د دواړو لورو ۱۲ کسان وژل شوي وو.
د قبايلو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت تر راتګ وروسته یوازې په ننګرهار کې ۱۷۹۴ دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوېدي او د پاتې نورو د حل هڅې هم روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP