کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټې، یوه خصوصي شرکت او د بادغېس ولایت د فوټبال تنکي لوبغاړي محمدعثمان عاطف ترمنځ یو هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې یې، د نوموړي د زدهکړو ټول لګښت د دغه شرکت لهخوا ورکول کېږي.
۱۴کلن محمدعثمان عاطف د بادغېس ولایت اوسېدونکی دی چې څه موده مخکې یې په ټولنیزو رسنیو کې وېډیو خپره شوه چې د فوټبال برخه کې یې ډېر ښه حرکتونه ترسره کول چې وروسته بیا د المپیک ملي کمېټې کابل ته را وغوښت او ستاینه یې وشوه.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د هوکړهلیک لاسلیکولو مراسمو کې وویل چې افغانستان د ۴۰ کلنو جګړو له امله ډېر زیانونه لیدلي او د هېواد د بیاجوړونې لپاره، د استعدادونو او شخصیتونو پیدا کول ډېر اړین دي.
نوموړی وویل: «زموږ هڅه هم دا ده چې د افغانستان د بیاجوړونې لپاره، د پرمختګ لپاره باید شخصیتونه او استعدادونه پیدا شي، کار پرې وشي، د هغوی ظرفیت لوړ شي څو د دې جوګه شي چې د خپل وطن لپاره کار وکړي.»
وثیق زیاته کړه، د محمدعثمان عاطف لپاره تر ټولو مهم او ضروري د هغه د زدهکړو د سطحې لوړول دي؛ کله یې چې تعلیمي کچه لوړه شي بیا وروسته ترې یو شخصیت جوړېدلی شي.
هغه وویل: «د فوټبال برخه یې دویمه او ثانوي برخه ده، هغه د ده خپل شوق دی چې په دغه برخه کې یې لري او د ده د فوټبال شوق به هم پوره کوو او تر یو ځای به یې رسوو.»
دی وایي، د ملت سټیل شرکت د عثمان د زدهکړو ټولو لګښتونو ته چمتو دی او نن یې د ورزش له ادارې سره په دې برخه کې هوکړهلیک لاسلیک کړ چې د نوموړي د زدهکړو بهیر به همداسې منظم ساتي او په یوه خصوصي ښوونځي کې به شاملېږي او د فوټبال د تمرین ترڅنګ به خپل زده کړو ته هم ادامه ورکوي.
په یاده غونډه کې د ملت سټیل شرکت رییس نقیبالله نظري وویل، ډېر خوشحاله دی چې په افغانستان کې د ورزش په برخه کې د عثمان په څېر استعدادونه پیدا کېږي.
نوموړي وویل، دوی چمتو دي چې عثمان ته په افغانستان کې په یوه غوره شخصي ښوونځي کې له اووم تر ۱۲ ټولګي او له هغه وروسته د نورو لوړو زدهکړو لګښتونه ورکړي.
ورته مهال، د فوټبال تنکی لوبغاړی عثمان عاطف وایي، خوشحاله دی چې د زدهکړو په برخه کې یې د یوه سوداګر له لوري ملاتړ کېږي.
نوموړی وایي، اوسمهال په اووم ټولګي کې دی او د فوټبال ترڅنګ غواړي چې خپلو زدهکړو ته هم دوام ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP