کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د ۲۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به افغانستان له اوزبیکستانه له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کړي.
په دغو تړونونو کې د ۲۱۰ کیلومټرو په اوږدوالي د ۵۰۰ کیلوولټ مزي غځولو سربېره د الوان دښتې او ارغندي سبسټېشنونو د ظرفیت لوړول او له ارغندي سبسټېشن څخه ننګرهار ته د ۲۲۰ کیلوولټ مزی غځول او هلته ورته د شیخ مصري سبسټېشن جوړول شامل دي.
دغه تړونونه د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د اوزبېکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او نورو چارواکو په حضور کې لاسلیک شول.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر په ننیو مراسمو کې وویل، د اوزبېکستان له لوري پر دغو څلورو پروژو شاوخوا ۲۴۳ میلیون ډالر پانګونه کېږي
د نوموړي په وینا، د دغو پروژو چارې به د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
هغه زیاته کړه چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به افغانستان له اوزبېکستان څخه له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کړي.
ده وویل: «موږ به د برېښنا نویو پرمختګونو او پروژو چارو پیل سره ګڼو برخو کې د نویو آسانتیاوو شاهدان و اوسو.»
ده وویل، له اوزبېکستان څخه د شاوخوا ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د رالېږد دغه پروژې به د صنعت، کرنې او ځوانانو ته د کاري زمېنو مساعدیدو برخو کې لوی او مهم رول ولوبوي.
عمر دغهراز وویل، د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه د برېښنا سکټور برخو کې د نوي لوی بدلون او اړیکو پیاوړتیا ته خوښ دی او دا به اقتصادي برخو کې هم پراخې مثبتې اغېزې ولري.
د ده په خبره، دا يو څرګند حقيقت دی چې پرمختګونه له برېښنا سره تړلي دي، افغانستان د نن په ننګونکو شيبو کې په پياوړي عظم د هېواد د پرمختيا او ښېرازۍ مزل کوي.
د اوزبېکستان هېواد د انرژۍ وزیر جورابیک میراز محمدوف هم په نننیو مراسمو کې وویل: «دا پروژې چې نن یې تړون لاسلیک کېږي، د صنعت ودې او پراختیا لپاره په پراخه کچه مهمې دي او ډېر ارزښت لري. ما له ښاغلي ملا عبدالغني برادر سره هم په همدې خبرې وکړې چې اوزبیکستان هڅه کوي، دا پروژې په سم او چټک ډول ترسره شي.»
ده زیاته کړه، د دغو پروژو تړونونه د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډې همکارۍ پایله ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP