کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سبا د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو د احتمال خبر ورکړی دی.
یاد وزارت نن (یکشنبه، د زمري ۲۶مه) پر اېکسپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې سبا په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، کاپیسا، پنجشېر، پروان، کابل، میدانوردګ، غزنی، خوست، پکتیا او پکتیکا کې د سختو ورښتونو، برېښنا او تالندې او ناڅاپي سېلابونو راوتلو احتمال شتون لري.
سرچینې زیاته کړې چې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ مليمتره اټکل شوې ده.
په خبرپاڼه کې دغهراز راغلي، په سوېلختیځ، لوېدیځ او مرکزي ولایتونو کې د نسبتاً شدیدو بادونو اټکل شوی چې سرعت یې په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره اټکل کېږي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP