زرنج (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۴): په نیمروز کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې له لمریزې برېښنا استفاده ډېره شوې ده. له بلې خوا، کارپوهان وايي چې نیمروز د لمریزې برېښنا د تولید لوړ ظرفیت لري او چارواکي باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د برېښنا کمښت د هېواد په کچه یو له اساسي ستونزو ګڼل کېږي او د نیمروز په ګډون تل د ډېرو ولایتونو اوسېدونکي له دې اړخه شکایت کوي او د اساسي حل غوښتنه یې کوي.
د لمریزې برېښنا د وسایلو پلورونکي
زرنج ښار کې د لمریزې برېښنا د وسایلو یو پلورونکی عزیزالله وايي چې سږکال یې پلور دوه برابره ډېر شوی او هره ورځ څو کسان د لمریزې برېښنا د وسایلو اخیستو لپاره د نوموړي هټۍ ته مراجعه کوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د لمریزې برېښنا توکي او وسایل له ایران او پاکستانه واردېږي او ځینې وخت د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت په لوړېدو سره د دغو توکو بیې هم لوړېږي.
هغه زیاتوي: «د دغو توکو د بیو د لوړېدو لاملونه د ډالر بېثباتي، د ټرانسپورټ لګښتونه او بازار کې د اجناسو کمښت دی. خو اوس هم خلک د سولري تختو اخیستو ته لېوالتیا لري؛ ځکه مصرف یې کم دی او د نیمروز د شرایطو لپاره له جنراتور او وارداتي برېښنا، ډېرې مناسبې دي.»
زرنج ښار کې د لمریزې برېښنا د وسایلو یو بل پلورونکی ندامحمد د خپلو توکو د پلور د زیاتېدو خبره کوي او وايي: «د خدای شکر دی له پخوا مو خرڅلاو ډېر ښه شوی، ما د تېرو پنځو کلونو کې د لمریزې برېښنا دومره توکي نه وو پلورلي لکه د دغو دوو میاشتو په موده کې چې د نیمروز برېښنا ځي او راځي.»
د هغه په وینا، له دې مخکې یې د ورځې یوازې څو سولري تختې پلورلې خو اوس هره ورځ په لسګونه د سولر تختې پلوري.
هغه کورنۍ چې د لمریزې برېښنا سیسټم یې فعال کړی
د زرنج ښار اوسېدونکې ۳۵ کلنه زريګل له خپلو ماشومانو سره هغې پکې ته چې د لمریزې برېښنا سیستم په وسیله ګرځي، ناسته ده. هغه د برېښنا له نشتون او د ګرمي له ډېرېدو شکایت کوي او وايي چې په ډېره سختۍ سره یې د لمریزې برېښنا دغه کوچنۍ سیستم جوړ کړی؛ ځکه د اوړي په موسم کې ډېره ګرمي وي او د برېښنا پرچاوۍ هم ډېریږي.
هغه زیاتوي: «ماشومانو به د شپې له ګرمۍ ژړل، ویده کېدل به نه، اوس لږ تر لږه یو ګروپ او سولري پکه لرو، همدا هم نعمت دی، مصرف یې کم دی.»
ورته مهال، د زرنج ښار بل اوسېدونکی عبدالحمید چې د ټول کور برېښنا یې د سولرو پرمټ برابره کړې وايي چې پر دغه سیسټم یې ۱۵۰ زره افغانۍ مصرف کړې دي.
هغه زیاته کړه: «سولري برېښنا که څه هم ډېر لګښټ غواړي، خو ډېره ښه ده. موږ شکر نور دولتي برېښنا ته اړتیا نه لرو؛ کله چې دولتي برېښنا ځي، ټول ښار تیاره کېږي، خو زموږ کور روښانه دی، یخچال، کولر او ټول برېښنايي وسایل فعاله دي، په ځانګړې توګه اوس چې د نیمروز برېښنا دوامداره نهده، موږ ډېر هوسا یو، لمریزه برېښنا د ورځې ډېره ښه نتیجه ورکوي.»
دغهراز، د زرنج ښار د مهاجراباد سیمې اوسېدونکې افسانه وايي: «سږکال د نورو کلونو په پرتله ډېره ګرمي ده. له کولر پرته ماشومان ګوزاره نه کوي، په دې وروستیو ورځو کې برېښنا د ایران له لوري په دوامداره توګه پرې کېږي، دوه درې ورځې مو برېښنا نه درلوده، ډېر په تکلیف وو.»
نوموړي وویل چې د سختې ګرمۍ او د برېښنا د پرچاویو د ډېرېدو له امله اړ شوه څو د لمریزې برېښنا سیسټم فعال کړي.
هغه چې ویل یې، لمریزه برېښنا هم ارزانه ده او هم همیشه د لاسرسي وړ ده زیاته یې کړه چې ډیری ګاونډیانو یې د لمریزې برېښنا سیستم فعال کړی دي.
هغه کورنۍ چې د لمریزې برېښنا د سیسټم فعالولو توان نهلري
د زرنج ښار اوسېدونکی محمدنعیم د برېښنا د پرچاوۍ له زیاتېدو شکایت کوي او وايي: «بېوزله خلک د سولري برېښنا د برابرولو توان نهلري، که حکومت په دې برخه کې پاملرنه وکړي نو ښه به وي.»
په همدې حال کې، د زرنج یو بل اوسېدونکی احسانالله هم د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کوي او وايي چې ګرمي د مخکې په پرتله زیاته شوې او د اقتصادي ستونزو له امله د لمریزې برېښنا د برابرولو توان نهلري.
هغه هم له اسلامي امارته غواړي چې دوی ته د لمریزې برېښنا وسایل وویشي او په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
کارپوه
په نیمروز کې د انرژۍ برخې کارپوه انجنیر شفیق خواجه وویل چې برېښنا د ژوند یوه اساسي برخه ده، خو له دې امله چې حکومتونو له ډېرو کلونو راهیسې د اوبو، باد او لمر د پراخو سرچینو سربېره د برېښنا د تولید برخه کې اقدام نه دی کړی، نن افغانستان مجبور دی چې برېښنا له ګاونډیو هېوادونو وارد کړي.
هغه وویل، شته وارداتي او هغه برېښنا چې په هېواد کې تولیدیږي، د هېوادوالو اړتیا نهشي پوره کولای او تل د نیمروز په ګډون د ډېری ولایتونو خلک د کال په ګرمو او سړو ورځو کې د برېښنا له کمښته شکایت کوي.
هغه زیاته کړه: «نیمروز ولایت د ځانګړي جغرفیايي او اقلیمي موقعیت له امله، د درې ډوله نوې کېدونکې ابي، بادي او لمریزې انرژۍ د تولید لوړ ظرفیت لري.»
د هغه په خبره، که حکومت په دغه ولایت کې د لمریزې او بادي برېښنا د تولید سیسټم پرختیا ته پاملرنه وکړي، نو ژر به نه یوازې د نیمروز د خلکو د برېښنا ستونزه هواره شي، بلکې نورو ولایتونو ته به هم وغځول شي.
هغه وویل، دا مهال ډېری هغه کورنۍ چې اقتصادي شتونزې نهلري، په خپل لګښت یې د ځانونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال کړی دی، خو داسې کورنۍ هم شته چې د دغه سیسټم د فعالولو وس نهلري.
په همدې حال کې، په نیمزو کې د لمریزې برېښنا د سییټم یو نصبوونکی عبدالرحمن وایي: «مخکې به د برېښنا د پرې کېدو پر مهال ډېری خلکو له ډیزلي جنراتورونو کار اخیسته، خو اوس چې تېل قېمته شوي او برېښا هم پرې کېږي، سولر یې تر ټوله ښه بدیل دی.»
د هغه په بارو، له ډېزلي جنراتورونو د استفادې په کمښت سره د هوا د ککړتیا نخنیوی هم کېږي.
یادو دواړو کسانو له اسلامي امارته وغوښتل چې په دغه ولایت کې د لمریزې او بادي انرژۍ د تولید برخې ته پاملرنه وکړی.
مسوولین
د نیمروز د برېښنا رییس مولوي حبیبالله مظهري وايي چې دغه ولایت ته ډېره برېښنا له ایرانه واردیږي چې ټولټال ظرفیت یې یوازې ۲۴ مېګاواټه دی.
هغه وايي: «دغه اندازه برېښنا نهشي کولای د نیمروز د اوسېدونکو اړتیاوې پوره کړي او خلک تل د برېښنا د کمښت او پرچاویو سره مخ کېږي.»
هغه زیاته کړه د په نیمروزکې د برېښنا کمښت یا پرې کېدل، په ایران کې د انرژۍ کمېدو له امله دي.
هغه ټینګار کوي چې د برېښنا په برخه کې دغه بېثباتي د دې لامل شوې څو ډېری کورنۍ او کسبګر د لمریزې برېښنا کارولو ته مخه کړي.
هغه وویل: «موږ د ۵۰ مېګاواټه برېښنا د تولید پروژه په خپل ماسټرپلان کې شامله کړې چې ټاکل شوې د زرنج ښار اړوند په چګیني ساحه کې په ۳۰۰ جریبه ځمکه کې تطبیق شي.»
د نوموړي په وینا، دغه طرحه د برېښنا شرکت له مرکزي دفتر سره شریکه شوې او اوسمهال د خصوصي پانګهوالو د جذبولو پړاو کې ده.
مظهري په دې باور دی چې د نیمروز ولایت اقلیمی موقعیت د لمریزې برېښنا د پروژو د پلي کېدو لپاره مناسب دی او د برېښنا ریاست په پام کې لري چې د لمر او باد په څېر له داخلي سرچینو د برېښنا د تولید لپاره ډېره ګټه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP