Language

کابل کې د پهلوانۍ او زورخانه‌یي سیالۍ پیل شوې

کابل(پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د پهلوانۍ او زورخانه‌یي فدراسیون له لوري په کابل کې د ۲۰۰ لوبغاړو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې چې درې ورځې به دوام ولري.

د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د افغانستان د پهلوانۍ او زورخانه‌یي فدراسیون رییس مصطفی نورستاني وویل، نن د کابل منتخبې لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ پیل شوې چې درې ورځې به دوام ولري.

هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو او ځوانانو په دوو سني کټګوریو کې ترسره کېږي.

نوموړی وایي، د یادو سیالیو په پای کې به د کابل د زورخانه‌یي او پهلوانۍ لوبډلې لپاره په بېلابېلو لسو وزني کټګوریو کې ۶۰ ورزشکاران وټاکل شي.

د نورستاني په خبره، د هېواد زورخانه‌یي او پهلوانۍ د لویانو ملي لوبډلې لپاره ډېر لوبغاړي شته دي خو د نویو ځوانانو ملي لوبډلې لپاره لوبغاړي کم وو نو په دې خاطر یې یادې سیالۍ په نظر کې نیولي او له دې وروسته به په نورو ولایتونو کې هم ترسره شي.

عباس هلال چې په دغو سیالیو کې یې ګډون کړی و پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

هغه زیاته کړه چې له دوو میاشتو راهیسې یې دغو سیالیو ته چمتووالی نیولی او هیله لري چې د کابل منتخبې لوبډلې لپاره به وټاکل شي.

نوموړي د المپیک ملي کمېټې څخه غوښتنه وکړه چې په بېلابېلو برخو کې دې د یادې برخې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي.

د دغو سیالیو بل ګډونوال ابوبکر وایي، دغو سیالیو ته یې بشپړ چمتووالی نیولی او هڅه کوي چې ښه نتیجه تر لاسه کړي.

نوموړی وایي، هیله یې دا ده چې د ځوانانو ملي لوبډلې لپاره انتخاب شي او له هېواد څخه بهر نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي او د افغانستان لپاره ویاړ تر لاسه کړي.