Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د کرومایټ ډبرو د پروسس کارخونه جوړه شوه

پل‌علم (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د یوه خصوصي شرکت له‌خوا د ۱۴ میلیون افغانیو په پانګونې د کرومایټ ډبرو د پروسس یوه کارخونه جوړه شوه.

د لوګر د کانونو او پټرولیم ریيس مولوي نقیب‌احمد فرقاني په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل، دغه فابریکه د «سور غر زابل» شرکت له لوري د شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د محمداغې ولسوالۍ په «شکار کلا» سیمه کې جوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، دغه کارخونه د ورځې په منځني ډول د سل منه کرومایټ ډبرو د پروسس ظرفیت لري.

فرقاني زیاته کړه، یاد شرکت دوه کاله وړاندې د کانونو او پټرولیم له وزارته د محمداغې ولسوالۍ په شکار کلا سیمه کې د ۵ کېلومټره مربع ساحې دکرومایټو استخراج قرارداد هم ترلاسه کړی دی چې تر اوسه له یاد کان څخه ۳۰۰ میلیونه افغانۍ عواید د حکومت خزانې ته اضافه شوي دي.

دغه‌راز، د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، د دا ډول فابریکو په جوړېدو سره نه یوازې د کانونو برخه کې د حکومت د عوایدو کچه لوړېږي، بلکې سلګونه کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابرېږي.

نوموړي زیاته کړه، له دې مخکې به د لوګر ولایت د کرومایټو ډبرې د پروسس لپاره بهر ته د لېږدول کېدې چې اوسمهال دغه فرصت په لوګر ولایت کې برابر شوی دی.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، اوسمهال د لوګر ولایت د قیمتي ډبرو د پنځو کانونو د استخراج چارې پيل شوې دي چې د تېرو څو کالونو راهیسې سلګونه میلیونه افغانۍ عواید د حکومت خزانې ته جمع شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.