کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې اوسمهال په افغانستان کې د اوړو د تولید شاوخوا ۲۰۰ فابریکې فعالیت کوي او د هېواد د اړتیا وړ شاوخوا ۶۰ سلنه اوړه په کور دننه تولیدېږي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اوسمهال په هېواد کې د اوړو د تولید ۲۰۰ فابریکې فعالیت کوي او افغانستان د خپلې اړتیا وړ ۶۰ سلنه اوړه په کور د ننه تولیدوي.
سرچینې زیاته کړې، افغانستان په کلني ډول شاوخوا شپږ میلیون ټنه اوړو ته اړتیا لري چې اوسمهال یې ۳،۵ میلیون ټنه په کور د ننه تولیدېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یو میلیون ټنه اوړه په یادو ۲۰۰ فابریکو او پاتې نور په اطرافي ژرندو کې تولیدېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پر یادو فابریکو شاوخوا ۱۵۰میلیون ډالره پانګونه شوې چې اوسمهال ۲۵۰۰ هېوادوال په کې په دایمي توګه په کار بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP