Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نایجیریا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ لس کسان ژغورل شوي او ۴۰ نور نادرکه دي

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د نایجیریا په شمال‌لوېدیځ سوکوټو ایالت کې په یوه سیند کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۴۰ کسان نادرکه شوي او لس ژوندي ژغورل شوي دي.

رویټرز تېره شپه په یوه راپور کې ویلي چې د نایجیریا په شمال‌لوېدیځ سوکوټو ایالت کې په یوه سیند کې  کښتۍ ډوبه شوې چې له امله یې ۴۰ کسان نادرکه شوي او لس ژغورل شوي دي.

سرچینې ویلي، په یاده کښتۍ کې ۵۰ کسان سپاره وو او د دغه ایالت د خوراکي توکو یو مشهور بازار ته روانه وه چې یاده پېښه رامنځته شوې ده.

په راپور کې د ځایي مسوولینو له قوله لیکل شوې چې دوی د نادرکه شوو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، درې اوونۍ مخکې هم د نایجیر د شمالي ایالت په مرکزي برخه کې یوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې لږ تر لږه ۱۳ کسان په کې مړه شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.