کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې وچکالۍ، د بشري مرستو کمښت او د افغان کډوالو جبري ستنېدنې، افغانستان کې د خوارځواکۍ حالت لا پسې خراب کړی او ښايي په ژمي کې تر ۱۵ میلیون کسان مرستې ته اړتیا ولري.
افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف د ازادې راډیو اروپا څانګې ته ویلي، وچکالۍ، د بشري مرستو کمښت او له ایران او پاکستانه د څه باندې یو نيم میلیونه افغانانو جبري ستنېدنې د خوارځواکۍ حالت لا پسې خراب کړی دی.
هغه زیاته کړې: «موږ باید هر هغه څه چې په توان کې مو وي، ترسره کړو څو د قحطۍ مخنیوی وکړو. دا حالت ښايي بېمخینې وي؛ ځکه په ژمي کې ښایي له ۱۰ تر ۱۵ میلیون کسان خوراکي مرستو ته اړتیا ولري او اوسمهال موږ هېڅ بودیجه نه لرو او دې حالت ته رسېدنه نشو کولای.»
نوموړي ویلي، د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۵۳۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده خو د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې تراوسه یې یوازې ۱۵۵ میلیون ډالره تر لاسه کړي؛ په داسې حال کې چې تېر کال ۵۶۰ میلیون ډالر او په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۱.۶ میلیارد ډالر مرسته تر لاسه شوې وه.
ایلیف زیاتوي: «ملګرو ملتونو او د نړۍ نورو خیرخواه هېوادونو د لسیزو په اوږدو کې په افغانستان کې تر ټولو زیاتې مرستې کړې او د بشري مرستو ډېره برخه یې برابروله. اوس داسې وخت نه دی چې څوک په شا شي او یا مرستې کمې کړي.»
هغه ویلي چې د خوړو نړۍوال پروګرام دا مهال یوازې د شاوخوا یو میلیون کسانو لپاره د خوراکي مرستو برابرولو توان لري، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېر پنځه میلیون ته رسېده خو د دې ادارې پیسې د خلاصېدو په حال کې دي او ښایي د اکتوبر تر میاشتې د خوراکي مرستو وېش ممکن په بشپړ ډول ودرېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP