Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زلنسکي او د یو شمېر اروپايي هېوادونو مشران په واشنګټن کې له ټرمپ سره ګوري

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): رویټرز راپور ورکړی، ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي او د یو شمېر اروپايي هېوادونو مشران د اوکراین جګړې په اړه په واشنګټن سره وګوري.

رویټرز لیکلي، ټاکل شوې چې لومړی ټرمپ نن د واشنګټن پر وخت د ماسپښین ۱:۱۵ بجې په سپینه ماڼۍ کې له زلېنسکي سره وګوري او ورپسې د ماسپښین ۳ بجې د برتانیې، المان، فرانسې، ایټالیا، فنلنډ، اروپايي ټولنې او ناټو له مشرانو سره غونډه ولري.

راپور زیاتوي، دا لیدنه وروسته له هغه ترسره کېږي چې ټرمپ تېره جمعه په الاسکا کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هرکلی وکړ او و یې ویل، باید د اوکراین د ۴۲ میاشتنۍ جګړې پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه وشي؛ هغه جګړه چې له امله یې لسګونه زره کسان وژل شوي او میلیونه نور بې‌کوره شوي دي.

سرچینې لیکلي، زلنسکي له وړاندې د پوتین هغه وړاندیز رد کړی چې له مخې یې د دونتسک پاتې ولایتونه روسیې ته سپارل کېږي او ټینګار یې کړی چې د اوکراین د اساسي قانون له مخې د دغه هېواد د خاورې سپارل ناشوني دي.

هغه دغه‌راز ویلي: «موږ ریښتینو مذاکراتو ته اړتیا لرو؛ یعنې باید له همدې اوسنۍ مقدمې کرښې پیل وکړو.»

د سرچینې په وینا، د اروپايي هېوادونو رهبران پرون (یکشنبه) له زلنسکي سره د یوې ویډیويي اړیکې له لارې  هڅه وکړه چې ټرمپ سره لیدنې لپاره یوه منظمه ګډه ستراتیژي جوړه کړي.

څارونکي وايي چې د اروپایي هېوادونو مشرانو شتون پر اوکراین یو اړخیز فشارونه کمولای شي.

زلنسکي واشنګټن ته د تګ پر مهال ویلي: «موږ ټول غواړو چې دا جګړه ژر او په باوري توګه پای ته ورسوو.» روسیه باید هغه جګړه چې خپله یې پیل کړې ودروي.

هغه هیله څرګنده کړې چې امریکا او اروپایي متحدینو سره د اوکراین ګډ ځواک روسیه ریښتینې سولې ته اړ کولای شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.