Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خپلواکۍ د بېرته اخیستو  ۱۰۶مه کالیزه؛ ا.ا: ځوانان دې له خپل تېر تاریخه مثبته زده‌کړه وکړي

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۴): اسلامي امارت د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د  ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت ويلي چې دغه بریا د «افغان مجاهدینو» د سرښندنو، قربانیو او جهاد په پایله کې ترلاسه شوې او تر اوسه خلک پرې ویاړي او ستاینه یې کوي.

د اسلامي امارت وياند ذبیح‌الله مجاهد د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي: «له نن څخه یوسل او شپږ کاله وړاندې په همدې ورځ د افغانستان مسلمان او غیورو خلکو د الله پاک په نصرت سره د یوې قوي جهادي معرکې په برکت د وخت استعمار انګليسي امپراتوري دې ته مجبوره کړه چې د افغانستان بشپړ استقلال ومني او زموږ د وطن د بهرني سیاست صلاحیت چې هغه مهال د انګریزانو لخوا سلب شوی و، بیرته افغانانوته اعاده کړي.»

په اعلامیه کې راغلي چې دغه بريا د افغان مجاهدینو د جهاد، سرښندنو او قربانیو په نتیجه کې ترلاسه شوه چې تر نن ورځې زموږ خلک پرې ویاړې او ستاینه یې کوي.

دغه‌راز په اعلامیه کې ویل شوي، له دې بریا وروسته افغانانو په دوو نورو سترو محاذونو کې (د شوروي اتحاد او بیا د امریکايي اشغال پر وړاندې) هم پرلپسې بریاوې ترلاسه کړې چې الحمدالله د افغانانو په تاریخ کې د میړانې او سرښندنو ستر باب ترې جوړ شو.»

د اسلامي امارت په اعلامیه کې دغه‌راز راغلي، په یوه پيړۍ کې د نړۍ د درېیو سترو قوتونوته ماتې ورکول لومړی د الله تعالی جل جلاله نصرت او احسان دی او بیا د دې مجاهدو خلکو کلک ایماني هوډ او غیرت و چې د خپل دین، عقیدې او استقلال په ساتنه کې یې څرګند کړ.

اسلامي امارت وايي چې اوس د دې وخت دی چې زموږ ځوانان او راتلونکي نسلونه هم د خپلو اسلافو په قدم ګام کیږدې او همیشه د هر ډول تجاوز او اشغال پر وړاندې په خورا کلکه اراده او قوي عزم ودریږي او له تېر تاریخ څخه مثبته زده کړه وکړي.

سرچينې دغه‌راز ويلي: «نن د زمري ۲۸مه د خپلواکۍ ورځ په داسې حال کې لمانځو چې څلور ورځې وړاندې مو د امریکايي اشغال څخه د فتحې او آزادۍ ورځ ولمانځله. دا پرلپسې خوشحالۍ زموږ څخه د الله تعالی پرلپسې شکرانې او اطاعت غواړي او موږ باید د مقدس شریعت کلکه پابندي وکړو او هره بريا د الله تعالی جل جلاله احسان او نصرت وبولو.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.