کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۴): د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو نن د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۶مې کالیزې په نمانځغونډه کې وویل چې د هېواد خپلواکي د ډېرو قربانیو په بدل کې ترلاسه شوې او «باید په بشپړه معنا د هر ډول سیاسي، اقتصادي او نظامي استعمار» د بیا تکرار مخه ونیول شي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن په ملي دفاع وزارت کې د افغانستان خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۶مې کالیزې په نمانځغونډه کې وویل، د هېواد خپلواکي په اسانه نه، بلکې د ډېرو قربانیو په بدل کې ترلاسه شوې، خو «له بدهمرغه افغانان د خپلو داخلي جګړو، تفرقو او دسایسو له امله ونه توانېدل چې دغه خپلواکي وساتي.»
هغه زیاته کړه: «په مسلسله توګه مو امکانات له لاسه ورکړل او له داخل څخه وپاشل شوو، نو ځکه مو هېواد د نورو استعماري قدرتونو تر ښکېلاک لاندې راغی؛ مګر د پخوا په څېر بیا هم افغانانو هېڅ استعماري قدرت ته اجازه ورنکړه چې په دې خاوره د ارام خوب وکړي.»
نوموړی وایي، د زمري په ۲۴مه چې د «غربي اشغال» له ماتې سره برابره ده، یوځل بیا افغانانو ټولې نړۍ ته وښوده چې هېڅکله پر خپله خاوره د بل واک نه مني.
برادر وایي: «د خپلواکۍ ورځو له نمانځنې څخه باید زموږ اساسي موخه نه یوازې د هغه وخت د قربانیو او مېړانې یادونه وي، بلکې اساسي موخه باید دا هم وي چې ترلاسه شوې خپلواکي وساتل شي او په بشپړه معنا د هر ډول سیاسي، اقتصادي او نظامي استعمار د بیا تکرار مخه ونیول شي.»
د نوموړي په خبره: «دې ګټلو انقلابونو د ساتلو لپاره نه باید د قربانیو درنه بیه پرې کړو، بلکې د عصر د غوښتنو مطابق عصري زدهکړو ته مخه کړو، د ټکنالوژۍ او عصري وسایلو څښتنان شو، دښمن ته د نوک ځواب په سوک او د مرمۍ ځواب په میزایل ورکړو، سره یو موټی شو، رامنځته شوې تفرقې له منځه یوسو او پرېنږدو چې خدای مه کړه دا سپېڅلی نظام د بېاتفاقۍ او تنګنظرۍ ښکار شي.»
په یاده غونډه کې د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رییس ملا عبدالحق وثیق وویل، اسلامي امارت دا ځل یو پیاوړی نظام دی او هېڅوک یې پر وړاندې عمل نه شي کولاي.
نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت ژمن دی په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم کړي او هېچا ته به د هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي.
د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور هم وویل، افغانان باید داسې لاره غوره کړي چې «اشغالګر» بیا هېڅ دې هېواد ته د راتګ اراده ونه کړي.
نوموړي زیاته کړه، په تېره یوه پېړۍ کې افغانستان درې ځلې اشغال شوی او د اشغال د تکرار د مخنیوي لپاره باید افغانان فکري یووالی، تعلیم او قوي اراده ولري.
همدارنګه په یاده غونډه کې د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت وویل: «دغه ورځ په داسې حال کې نمانځو چې هېواد مو په بشپړه توګه خپلواک دی.»
فطرت زیاته کړه چې خپلواک ژوند کول د افغانانو عادت او پخوانۍ ځانګړنه ده او دغه ملت هېڅکله نه غواړي د اشغال تر چتر لاندې ژوند وکړي.
د کورنيو چارو وزارت معین ملا رحمتالله نجیب هم دې غونډه کې وویل:«تعلیم او تربيه ډیره مهمه ده خو داسې تعلیم او تربیه چې زموږ او ستاسو وطن ته څوک په بده سترګه ګوري له مخکې یې ورته پلانونه شنډ کړو.»
له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستو کالیزی نمانځغونډه کې د اقتصاد وزير قاري دین محمد حنيف وویل چې خپلواکي ټولو ته ارزښتمنه ده؛ متجاوزین تل په خپله خوښه يا زاريو نه دي وتلي، دوی تل د مجاهدينو په زرګونو سرښندنو او قربانيو سره له هېواده شړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP