Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې مرګونې ترافیکي پېښه؛ له پنځوسو ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

هرات (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۴): هرات کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د هرات – کابل پر حلقوي سړک د یوې ترافیکي پېښې له امله څه باندې ۵۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌نبي نبي‌زاده د دې پېښې پخلی کوي او د ترافیکو د لومړینو راپورونو له مخې وايي، نن شپه یو مسافروړونکی ۴۰۴ موټر د ګړندي تګ او د چلوونکي د بې‌حتیاطۍ له امله له سړکه وتلی او له یوه مازدا موټر سره یې د ټکر له امله اور اخیستی دی.

هغه وویل، امنیتي ځواکونه د روغتیایي او اطفایې له ټيم سره یوځای پر وخت سیمې ته رسېدلي او په پېښه کې د مړه شوو جسدونه او ټپیان روغتونونو ته لېږدولي دي.

په همدې حال کې، په ګذره ولسوالۍ کې ځايي سرچینو پژواک ته وویل چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۵۵ کسانو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.

یوه ځايي اوسېدونکي فرشید وویل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې او دېرش دقیقې د ګذرې ولسوالۍ پر عمومي سړک شوې او په موټر کې سپاره ټول کسان له ایران راستانه شوي کډوال وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.