Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرزی: د هېواد ازادي او خپلواکي په ملي ځواک کې ده

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۴):  د هېواد پخواني ولسمشر د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د ۱۰۶مې کاليزې په مناسبت يو ځل بيا په هېواد کې ټولو نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمينې برابرولو پر اړتيا ټينګار کړی او ويلي يې دي د هېواد ازادي او خپلواکي په ملي ځواک کې ده او ملي ځواک د یووالي او لوستي بشري ځواک درلودو په صورت کې ترلاسه کېږي.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي: « موړ ویاړو چې د هغه خلکو وارثان یو چې په عزت او قوي ارادې سره د هېواد د خپلواکۍ ترلاسه کولو او د ملتونو په منځ کې د خپل مناسب ځای پیدا کولو لپاره وجنګېدل او دې موخې ته تر رسېدو پورې، ونه درېدل.»

کرزي ټينګار کړی چې د دغه ارزښتناک ميراث ساتنه او راتلونکو نسلونو ته يې سپارل هغه مهال شوني دي چې افغانستان د ټولو خلکو د ګډ کور په توګه د دوامدارې سولې او ثبات څخه برخمن وي، د هېواد ځوانان په پراخه کچه زده‌کړو ته مخه کړي او د تخصص او لوړو علمي سويو په ترلاسه کولو کې  له يو بل سره سیالي وکړي.

د پخواني ولسمشر په وینا، د هېواد ازادي او خپلواکي په ملي ځواک کې نغښتي ده او ملي پياوړتيا د یووالي او لوستي شوې بشري ځواک درلودو له لارې ترلاسه کېږي.

نوموړي همداراز زیاته کړې: «د هېواد د روزل شوې بشري ځواک درلودل یوازې هغه مهال شوني دی چې د هېواد ټولو اولادونو ته، که نجونې وي که هلکان، د عامه زده کړو زمینه برابره شي. دغه‌راز د خلکو ترمنځ د یووالي او اتفاق د پیاوړتیا او د بهرنۍ لاسوهنې د مخنیوي لپاره ملي تفاهم حتمي او ضروري دی.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.