Language

کرکټ بورډ او یو شمېر لوبغاړو د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت مبارکي ویلې

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ یو شمېر مخکښو لوبغاړو د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت هېوادوالو ته مبارکي ویلې ده.

نن د زمري ۲۸ مه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۶مې کلیزې سره برابره ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه، لوبغاړي او ټول کارکوونکي د ګران هېواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستو د ۱۰۶مې کالیزې د رارسېدو په ویاړ خپلو ټولو هېوادوالو ته مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوي.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان او افغانان له هر ډول سختو شرایطو سره مخ شوي، خو هیلې یې نه دي بایللې، بلکې بیرته یې په خپلې کلکې ارادې او پياوړي هوډ سره ځان خپلواک او باثباته ساتلی دی او نړۍ ته یې ښودلې ده چې افغانستان یو واحد، خپلواک، باوقاره او نه بېلېدونکی هېواد دی.

د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ‌اچوونکي او د شل‌اوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «له نن څخه ۱۰۶ کاله مخکې په همدې ورځ زموږ اجدادو له انګریزي ښکېلاک څخه د ګران افغانستان ازادي او استقلال وګاټه. د ګران افغانستان د استقلال ورځ مو مبارکه شه.»

همدازار، د کرکټ بل مخکښ لوبغاړي محمدنبي عیسی‌خیل هم پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکي: «ګرانو هېوادوالو! د خپلواکۍ د بیرته اخیستو ۱۰۶مه کلیزه مو مبارک شه. افغانستان دې تل ارام او سوکاله وي.»

د کرکټ ملي لوبډلي بل مخکښ لوبغاړي ګلبدین نایب هم  د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۶مې کلیزې په ویاړ ټولو هیوادوالو ته مبارکي ویلې.