کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره په لیدنه کې له دغه هېواد سره د سوداګرۍ، ترانزیټ او ګډو پروژو د پراختیا په اړه خبرې کړې او ترې غوښتي یې دي چې په دې برخو د ستونزو هواري لپاره عملي ګامونه واخلي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې نن په کابل کې د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمداسحاق ډار ترمنځ ناسته ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، تجارتي، ترانزیټي، سترو پروژو، کډوالو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي چې اسلامي امارت د خپل متوازن او اقتصادمحوره سیاست په رڼا کې د پاکستان په ګډون له ټولې نړۍ سره مثبتې او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.
هغه زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت لېوال دی چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره سوداګري، ترانزیت او ګډو پروژو ته پراختیا ورکړي.
متقي دغه راز پاکستاني پلاوي ته یاده کړې چې په دغو برخو کې دې د ستونزو هواري او اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
متقي د افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو غوښتي چې هلته د مېشتو او راستنېدونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.
په یاده ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار ویلي، حکومت یې له افغانستان سره دوه اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیټ ته د لا پراختیا هوډ لري او ژمنه یې کړې چې په یادو برخو کې به لازمې اسانتیاوې رامنځته کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دواړو لورو ترمنځ پر همغږۍ، ګډې همکارۍ، د ويزو پر زیاتوالي او اسانتیاوو، زراعتي محصولاتو پر چټک انتقال او د سوداګرۍ او ترانزیټ پر ودې هم خبرې وشوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP