Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ شپږمه ناسته ترسره شوه

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۴): په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ شپږمه ناسته ترسره شوه او په دې ناسته کې د تېرو ناستو پر پرېکړو د بیاکتنې ترڅنګ د درې واړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي، اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وشو.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ شپږمه ناسته ترسره شوه.

یاد وزارت لیکلي، په دې ناسته کې د تېرو ناستو پر پرېکړو د بیاکتنې ترڅنګ د درې واړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي، اقتصادي اوټرانزیټي برخو کې د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وشو.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي ویلي: «زموږ سيمه کې په ګڼو برخو کې د همکاريو د پراختيا لپاره مختلففرصتونه راټوکېدلي دي او باور لرو چې موږ او تاسې وتوانېږو له دغو فرصتونو څخه د خپلو هېوادونو په ګټه استفاده وکړو

مولوي امير خان متقي ویلي، دغه درې اړخيز ميکانيزم افغانستان ته د دې فرصت ورکوي چې د همکاريو د لا پراختيا پر لارو چارو عملي او متمرکز بحثونه ولري.

متقي ویلي: «د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت وروسته موږ خپله بهرنۍ پالیسي د اقتصاد په محور اعلان کړه او هڅه مو دا ده چې افغانستان د امنیتي ننګونو له روایت څخه د اقتصادي نښلون د څلور لارې په روایت بدل کړو‌ او نوي ځمکني واقعیتونه هم زموږ د دغه سياست له برياليتوب سره مرسته کوي

هغه زیاته کړې، دا چې اسلامي تېرو څلورو کلونو کې په سوداګرۍ، پانګونې او د سیمه ییز اتصال په پروژو کې کوم پرمختګ کړي دي، دهمدې نیت او ارادې ملموس نتایج دي.

د ده په خبره، درې واړه هیوادونه په اقتصادي برخه کې د پام وړ ظرفیتونه لري چې باید په ښه ډول ترې استفاده وشي او اقتصادي موضوعات له نورو مسايلو سره ونه تړل شي.

همداراز د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې مخ پر وده بللې او ویلي یې دي چې  او زياته يې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ په ګڼو برخو کې پراخې شوې دي.

وانګ يي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفيرانو کچې ته د ديپلوماتيکو استازوليو لوړول ښه پرمختګ بللی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هم د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ناسته مهمه بللې او دا يې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا ښه فرصت بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، اسحاق ډار هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاريو زياتوالی وستايه او هيله يې څرګنده یې کړه چې دواړه هېوادونه لا ډېر پرمختګونه  ولري.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي، په پای کې د ناستې ګډونوالو د ورته ناستو پر دوام او اړيکو پراختيا ټينګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.