Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ا.ا: مسوولين دې هرات کې د ترافيکي پېښې د ملامت لوري جزئيات شريک کړي

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۴): اسلامي امارت په هرات کې د تېرې شپې ترافیکي پېښه دردونکې بللې او د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ یې ټرانسپورټي مسوولینو ته لارښوونه کړې څو ژر تر ژره د پېښې په اړه کره معلومات چمتو او د ملامت لوري په اړه جزئیات شریک کړي.

تېره شپه یو «۵۸۰» ډوله مسافروړونکی موټر چې د اسلام‌کلا له بندره کابل ته روان و، د ګذرې ولسوالی اړوند پر حلقوي سړک له یوه موټرسایکل او یوه مازدا ډوله باروړونکي موټر سره لګېدلی او وروسته یې او واخیست.

په دې پېښه کې ۷۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې ۷۶ یې له ایرانه تازه راستانه شوي کډوال دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه پیغام کې ویلي: «اسلامي امارت د دې دردونکې پیښې له امله د الله ج نه ټولو شهیدانو ته د فرودس جنت‌، ټپیانو ته د عاجلې شفا او د هغوی کورنیو ته د جمیل  صبر او لوی اجر غوښتنه کوي.»

په دې پيغام کې ټرانسپورټي مسوولینو ته لارښوونه شو څو ژر تر ژره د پېښې په اړه کره معلومات چمتو او د ملاتړ اړخ په اړه جزئیات شریک کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.