Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د ختیځ لویې لارې برېښنایي دروازې جوړولو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۹۴): د کابل ښار د څرخي پله سیمه کې د ختیځ لویې لارې برېښنایي دروازې (ټولګېټ) جوړولو چارې پیل شوې چې ۱۶۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د عملیاتي چارو مرستیال مولوي فتح‌الله منصور وویل، دوی د زیربنایي تاسیساتو جوړولو لړۍ کې نن د کابل ښار د څرخي پله سیمه کې د ختیځ لوري برېښنایي دروازې جوړولو چارې رسماً پیل کړې.

هغه زیاته کړه، پر یاده پروژه څه باندې ۱۶۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د ۱۲ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د نوموړي په خبره، د ترانسپورټ وزارت تل هڅه کوي چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره نوې پروژې پرانیزي او د خلکو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او د ترانسپورټي خدماتو کیفیت لوړ کړي.

منصور وویل، برېښنایي دروازې (ټولګېټونه) د دې لپاره جوړېږي چې په چارو کې رونټیا رامنځته شي، له خلکو او موټرچلوونکو سره د معیاري خدماتو په رسولو کې مرسته وشي.

د هغه په وینا، د دې پروژې پیل د افغانستان د ترانسپورټي سیسټم عصري او معیاري کېدو برخه کې یو مثبت ګام دی او د دې دروازې په جوړېدو سره به عواید په شفاف ډول راټولېږي او هم به چارې په ښه ډول ترسره کېږي.

په یاده غونډه کې د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د زیربناوو د پلان او پراختیا رییس محمدرستم حفیظ‌ یار وویل، دغه برېښنایي دروازه د شاوخوا ۱۵ جریب ځمکې په ساحه کې جوړېږي.

نوموړی وایي چې په دې دروازه کې به د انټرڼېټ او کامرو ټولې اسانتیاوې موجودې وي او یو کوچنی شی به هم د تېرېدو پر مهال معلومېږي.

دی وايي چې اوسمهال په هېواد کې ۵۰ بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي او ۴۸ پروژې د ډيزاین او تدارکاتو په حال کې دي.

دغه راز په یاده غونډه کې د قراردادي شرکت استازي وویل چې په دې پروژه کې یوه پنځه پوړیزه اداري ودانۍ، مسافرو ته د اسانتیا لپاره هوټل، د نارینه‌وو او ښځینه‌وو لپاره جومات، د وسایطو لپاره تمځای او د موټرو د ترمیم ځای په‌کې شامل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.