کابل (پژواک، ۲۹ اسد ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت وایي چې نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه جوړیږي چې په ترڅ کې به یې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو په ګډون پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وشي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د چین د حاکم ګوند د سیاسي بیرو غړی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د چین – افغانستان – پاکستان درېاړخیزې غونډه کې د ګډون په موخه نن کابل ته راځي.
یاد وزارت لیکلي چې دغه درېاړخیزه غونډه د افغانستان په کوربهتوب ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو په شمول پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه ترسره شي.
سرچينې زیاته کړې، تمه ده چې د غونډې ګډونوال د ګډو ګټو، متقابل تفاهم او پراخو همکاریو پر بنسټ د راتلونکي په باب د اړیکو اړوند نظرونه تبادله کړي.
د خبرپاڼې له مخې، سربېره پر دې، د چین د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان اسلامي امارت له یو شمېر لوړپوړو مشرانو سره د دوهاړخیزو لیدنو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، اقتصادي همکارۍ او د متقابل باور پر بنسټ د اړیکو د لا ژورتیا په اړه هم هر اړخیزې خبرې اترې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP