Language

د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د غړو وژل کېدو په تړاو درې کسان نيول شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سره‌رود ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د شپږو غړو وژل کېدو په تړاو درې کسان نیول شوي دي.

وړمه ورځ د سره‌رود ولسوالۍ په سلطان‌پور سیمه کې ناپېژانده کسانو د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي وو.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې پېښې په تړاو یې درې کسان نیولي دي.

سرچينې د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي: «د نيول شوو کسانو د اعتراف له مخې پېښه شخصي او کورنۍ جنبه لري چې ډېر ژر به په قضيه کې نور پرمختګ هم وشي.»

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې عاملین به د قانون منګولو ته وسپارل شي.