کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال کابل ښار ته د پنجشېر له سینده د اوبو د لېږد په اړه له یوه خصوصي شرکت سره ناسته کړې او ویلي یې دي چې د دغه ښار د اوبو ستونزې هواري لپاره جدي هڅې کوي.
د دې پروژې په تطبیق سره به چې د پنجشېر له مرکز بازارک څخه د کابل تر ترهخېلو پورې د ۲۰۰ کیلومتره په واټن غځېږي، د دوه میلیونه ښاریانو د اوبو ستونزه حل شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د روان ۱۴۰۴ کال د زمري په ۳۰مه په کابل کې د کټوازي ګروپ خصوصي شرکت له مسوولینو سره وکتل.
سرچينه ليکي، ملا برادر ویلي چې اسلامي امارت د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزې ته متوجه دی او په جدي او اساسي ډول یې د حل لپاره هڅې کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کټوازي ګروپ شرکت مسوولینو وویل، چمتو دي چې د ټولو معیارونو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د پنجشېر له سینده کابل ښار ته د اوبو د انتقال پروژه کې پانګونه وکړي.
هغوی زیاته کړه، د یادې پروژې په اړه به د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د معلوماتو او اسنادو له ترلاسه کولو وروسته خپل تخنیکي ټیمونه ساحې ته ولېږي او د دوو اوونیو په جریان کې به د یادې پروژې سروې او ډیزاین بشپړ کړي.
په خبرپاڼه کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ته دنده وسپارله، څو د دې پروژې په اړه موجود معلومات او اسناد د کټوازي ګروپ شرکت مسوولینو ته په واک کې ورکړي او د پروژې د تخنیکي، مالي او تطبیقي اړخونو په اړه ورسره بحثونه وکړي.
سرچينه ليکې چې برادر د یاد شرکت مسوولینو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او د اوبو او انرژۍ وزارت او یاد شرکت له استازو یې وغوښتل چې په دوو اوونیو کې خپل راپور له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP