لښکرګاه (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۴): د هلمند سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د څه باندې یونیم میلیون امریکايي ډالرو په لګښت یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سړک چې په معیاري او اساسي ډول جوړ شوی، ۱۰.۵ کیلومتره اوږدوالی لري.
هغه زیاته کړه چې د دغه سړک جوړېدل به نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند اسانه کړي، بلکې په کرنه، سوداګریزو چارو، ښوونیزو خدمتونو او اقتصادي پرمختګونو کې هم مهمه ونډه ولري.
د سړک جوړونې کمېټې مشر شیخ مولوي عبدالولي اغا وویل چې یاد سړک د ولایت مقام د یو میلیون او ۷۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د دغه سړک ټول کارونه د انجینري له معیارونو سره سم پر مخ وړل شوي او د تطبیق پر مهال د پروژې ښه څارنه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP