Language

غزني کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۴): د غزني د پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

د غزني د پوهنې رییس مولوي نصیراحمد حسيني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ودانۍ د ناور ولسوالۍ په ورکلاخ سیمه کې د شهید غلام حیدر ښوونځي لپاره جوړېږي.

هغه زیاته کړه چې یاده ودانۍ پر څلور جریب ځمکه په دوو پوړونو کې جوړېږي چې ۱۲ درسي او ۴ اداري خونې به ولري او دغه راز به د برېښنا او پاکو اوبو منظم سیسټمونه هم ورته جوړ شي.

هغه زیاتوي چې پر دغه ښوونځي اته میلیونه افغانۍ لګښټ راځي چې د خلکو له لوري ورکول کېږي.