Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت په افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو د شتون په اړه د امنیت شورا اندېښنه رد کړه

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۴): اسلامي امارت د م.م امنیت شورا غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د ځینو هېوادونو او د سرمنشي د مرستیال اندېښنه بې‌ځایه بللې او ویلي یې دي چې یاد هېوادونه باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي.

د راپورونو له مخې، د امنیت شورا غونډه کې پاکستان، چین او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په افغانستان کې د داعش او ځینو نورو ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او له اسلامي امارته یې غوښتي وو چې په دې اړه اقدام وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دغه اندېښنه بې‌ځایه بللې او هغه یې رد کړې ده.

مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د هیڅ هېواد، په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو مخالفین نشته او دغه هېوادونه باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د اسلامي امارت ريیس‌الوزراء پرون د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت په تېرو څلور کلونو کې ثابته کړه چې هیچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نور پر ضد وکاروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.