Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عامې روغتیا وزیر د قزاقستان له سفیر سره د روغتیا برخه کې پر همکاریو خبرې کړې

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزیر په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره په لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو برابرولو او ساري ناروغیو د کنټرول په اړه خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د قزاقستان له سفیر ګزیز اکباسوف سره ولیدل.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو برابرولو، د ساري ناروغیو د کنټرول برخه کې د تجربو شریکولو او د روغتیا برخه کې د دوه اړخیزې همکاریو په اړه خبرې وشوې.

جلالي ویلي: «دا چې په هېواد کې روغتیایي خدماتو ته اړتیا زیاته لیدل کېږي، په همدې موخه مو په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړېدو لپاره هڅې پیل کړې؛ څو د مور او ماشوم د مړینو مخنیوی وشي او ټولو هېوادوالو ته معیاري او مساویانه روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.»

هغه دغه راز له یاد هېواده د نوو جوړېدونکو روغتیايي مرکزونو لپاره د طبي تجهیزاتو برخه کې د مرستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې  قزاقستان کولای شي د پانګونې او یا هم د همکارۍ په ډول د هېواد په شمالي ولایتونو کې معیاري روغتونونه جوړ کړي؛ څو روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات شي.

د قزاقستان سفیر هم ویلی، هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې افغان روغتیايي کارکوونکو ته د روزنې زمینه برابره او روغتیايي برخه کې دوامداره همکاري ورسره وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.